د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
وطن ورځپاڼې " اردوغان: زه شخصاً د هغه د هڅو شاهد یم " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چورلکې د غورځیدو په پیښه کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د هغوی ملګرو د وژل کیدو په اړه وویل: موږ په خپله په سیمه کې د سولې لپاره د هغوې د صادقانه هلو ځلو شاهدان یوو، زه د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم. د ایران خلک د تل په څیر د تورکیې دوستان او ورونه دي. مونږ پدې سختو او غمجنو ورځو کې د ایران ترڅنګ ولاړ یو. ولسمشر اردوغان تیره شپه د کابینې د غونډې وروسته وویل چې ، د چورلکې د سقوط په پیښه کې د ایران د ولسمشر رئیسي او نورو چارواکیو د مړینې له امله په تورکیه کې یوه ورځ د ملي ماتم پریکړه وکړه.
صباح ورځپاڼې " د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان له خوا د تسلیت پیغام " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان پرون د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار سره په ګډه خبري غونډه کې د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر د مړینې له امله خپله خواشیني څرګنده او وویل ، ایران څخه د ولسمشر ابراهیم رئیسي د مړینې د خبر په اوریدو په ژوره توګه خواشینی شو. زما د قدر وړ همکار، ګران ملګري حسین امیر عبداللهیان ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت غوښتنه کوم او ددې پيښې قربانیانو ته دعاګانو کوو" ډیره خواشینونکې پیښه وه.
د خبر تورک ورځپاڼې " د ایران د ولسمشر غورځیدلې چورلکه د تورکیې د اقنجي بې پیلوټه تعرضي الوتکې لخوا وموندل شوه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ایران دولتي ټلویزیون اعلان وکړ چې د ولسمشر ابراهیم رئیسي او د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان سقوط شوې چورلکه د تورکیې د اقنجي بې پیلوټه الوتکې لخوا کشف او وموندل شوه. اقنجي په بریالیتوب سره د غورځیدلې چورلکې د غورځیدو ساحه کشف او د خپل ماموریت د پایته رسولو نه وروسته بیرته تورکیې ته ستنه شوه.
د سټار ورځپاڼې " وزیر بولات: موږ په ګډه کار کول تایید کړل " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات د مالي هیواد د سوداګرۍ او صنایعو له وزیر موسی الاسان دیالو سره د خپلې ناستې ارزونه وکړه او ویې ویل، "زموږ په ناسته کې، موږ خپل سوداګریز حجم د ۵۰۰ میلیون ډالرو هدف په لور د ګډ کار کولو هدف تایید کړ."
حریت ورځپاڼې " په دوبۍ کې د تورکي سریالونو شهرت هر ورځ لا ډیریږي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د دوبۍ د اقتصاد او ګرځندوی دفتر مشر عصام کاظم وویل چې په دوبۍ کې تورکي سریالونه او فلمونه خورا شهرت ته رسیدلي دي. کاظم څرګنده کړه چې دوی د اړیکو د ښه کولو لپاره کار پیل کړی ځکه چې دوی په سیمه کې د تورکي تلویزیوني سریالونو له اهمیت څخه خبر دي.