د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2151362
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرتورک ورځپاڼې " ولسمشر اردوغان له علی یف سره وکتل " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په انقره کې د اذربایجان له ولسمشر الهام علي یف سره چې د هغه په بلنه تورکیې ته راغلی وو لیدنه وکړه.

دواړو مشرانو په دغه لیدنه کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شوه، د تورکیې او اذربایجان پر اړیکو، پر غزې د اسرائیلو بریدونو، د اذربایجان له نیواک څخه په ازاده شوې خاوره کې د ساختماني چارو چارې، سیمه ییز او نړیوالو مسایلو خبرې وکړې.

 

حریت ورځپاڼې " ګولر: موږ به د ترهګرۍ دهلیز جوړولو ته اجازه ورنکړو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزیر یاشر ګولر پرون په خپله وینا کې وویل، د تورکیې وسله وال ځواکونه به هیڅکله د پ ک ک ترهګري سازمان ته اجازه ورنه کړي چې له خپلو جنوبي پولو هاخوا ترهګریز دهلیز جوړ کړي.

 

صباح ورځپاڼې " فیدان له خپل اذربایجاني سیال سره ټیلیفوني خبرې وکړې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان پرون د اذربایجان د بهرنیو چارو له وزیر جیهون بایراموف سره ټیلیفوني خبرې وکړې. د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه او سيمه ايزو چارو خبرې اترې وشوې۔

 

سټار ورځپاڼې " د ختیځ تور سمندرګي څخه د تورکیې د سالمون کبانو صادرات د کال په پنځو میاشتو کې ۴۵ سلنه ډیر شوي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د جنورۍ او مې  میاشتو تر منځ د ختیځې تورې بحیرې له سیمې څخه د تورکیې د سالمون کبانو صادرات په کلني ډول ۴۵ سلنه زیات شوي او ۶۷ میلیونه ۱۲۵ زره ۱۹ ډالرو ته رسیدلي دي.د روسیې فدراسیون، ویتنام او بیلاروس هغه درې هیوادونه وو چې ډیر صادرات ورته کیږي.

 

وطن ورځپاڼې "د بیکارۍ شمیرې اعلان شوې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د تورکیې احصایې انسټیټیوټ د اپریل میاشتې  د کار ځواک احصایې اعلان کړې. په همدې حال کې په تورکیه کې د بې روزګارو کسانو شمیر د تیرې میاشتې په پرتله په اپریل میاشت کې ۱۸ زره کسانو په  کمیدو سره  ۳ میلیونه ۴۲ زرو تنو ته راټیټ شوی دی.



اړوند خبرونه