د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې "د اسرائیلو په وړاندې د تورکیې لخوا سخت غبرګون" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلو د هغو هڅو په اړه غبرګون وښود چې د فلسطین د کډوالو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) د یو ترهګر سازمان په توګه یاد کړی دی. په بیان کې ویل شوي، " د اسرائیلو لخوا په غزه کې د ملګروملتونو سازمان اړوند په ښوونځیو چې ملکي وګړو پکې پناه اخیستې ته برید کول او په تیرو نهو میاشتو کې د ملګرو ملتونو نږدې ۲۰۰ کارمندان وژل او وروسته د فلسطین لپاره د ملګروملتونو سازمان ځانګړی دفتر د یو ترهګریز سازمان په توګه اعلانول په هیڅډول د منلو وړ خبره نده."
د خبر تورک ورځپاڼې "ملي بریښنایی لوړ سرعت ریل به په ۲۰۲۵ کال کې فعالیت پيل کړي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ترانسپورت او زیربنا وزیر عبدالقادر یورال اوغلو وویل چې د ملي بریښنایی تیز رفتار ریل ګاډي ډیزاین کار چې د ۸ انجنونو سره به تولید شي او په ساعت کې به ۲۲۵ کیلومتره سرعت ولري ، په وروستي مرحله کې قرار لري. ، " موږ به د ۲۰۲۴ په پای کې لومړی پروټوټایپ معرفي کړو او موږ به په ۲۰۲۵ کال کې زموږ ملي بریښنایی تیر رفتاره ریل ګاډی په پټلۍ مشاهده کړو."
صباح ورځپاڼې " د قزل ایلمه په نامه بې پیلوټه جټ الوتکه له امتحان نه تیره شوه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د بایکار ټیکنالوژۍ مشر سلجوق بیرقدار وویل چې د هیواد لومړنۍ بې پیلوټه جنګي جیټ الوتکه قزل ایلمه په بریالیتوب سره د انجن پیل کولو ازموینه بشپړه کړه.د قزل ایلمه بې پیلوته جنګي جیټ الوتکه د تورکیې لومړۍ بې پیلوټه جنګي الوتکه به د رادار د ټیټې د نه تثبیت له امله د تورکیې هوايي ځواک قوت او طاقت څو برابره کړي.
سټار ورځپاڼې "تورکیه د نړۍ د پیاوړو پاسپورتونو په نوملړ کې اوه پوړه مخکې شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکيې پاسپورټ چې تېر کال په ۵۲ نمبر کې و، ۷ مقام لوړ شوی او په نړۍ کې ۴۵م پیاوړی پاسپورټ شو.
حریت ورځپاڼې "د فنر باغچې لوبډلې لخوا د ۴ ګولونو ستره بریا" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د تورکیې د فنر باغچې د فوټبال لوبډلې د اویفا اتلولیو د لیګ دوهم کوالیفاینګ پړاو کې د سویس لوګانو ټیم ته د ۴ د ۳ په وړاندې په ماتې ورکولو سره د بیا لوبې څخه دمخه یو لوی فرصت ترلاسه کړ.