د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2166084
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې  "له تورکیې څخه عراق ته د بریښنا صادرات بیا پیل شول" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تورکیې له درې کلن ځنډ وروسته عراق ته د برېښنا صادرات بیا پیل کړل. د انرژی او طبیعی زیرمو وزیر الپ ارسلان بیرقدار وویل ، د پراختیایی لاری پروژی سره مو خپل ګاونډ هیواد عراق ته د برښنا صادرات بیا پیل کړل چی په دی سره به د خپلی سیمی د سوکالۍ او سولی په برخه کی ونډه واخلو.

 

صباح  ورځپاڼې " اوومه بېړۍ د تورکیې د "انرژی د ډلې " سره یوځای شوه ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تورکیه د خپلو تیلو او طبیعي ګازو اکتشاف او حفاري فعالیتونو ته دوام ورکوي، چې دا مهال یې په سمندر کې د ۴ برمه کولو او ۲ اکتشافي څیړونو بیړیو سره ترسره کوي.  تورکیې د اومې بیړۍ د پیریدو سره د خپلو کښتیو شمیر لوړ کړ.

 

د خبر تورک ورځپاڼې "د یونان سره دوهم سرحدي پل" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د تورکیې د  ترانسپورت او زیربنا وزیر عبدالقادر یورال اوغلو ټینګار وکړ چې د تیسالونیکي - صوفیا - برلین لارې کې د تورکیې فعاله اړیکه به د دوهم سرحدي پولې پل سره پیاوړې شي چې د اِپسالا او کیپي سرحدي دروازو تر مینځ د میري سیند باندې جوړیږي .  د ویلو ده چې دا پل ډیزاین شوی. دا پل ۸۴۱ مترو په اوږدوالي سره په څلور سړکه شکل سره دیزاین شوی دی.

 

حریت ورځپاڼې "وزیر یورال اوغلو نوی ریکارډ اعلان کړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي،

د تورکیې د ترانسپورت او زیربنا وزیر یورال اوغلو وویل ، "د انتالیا هوایی ډګر له ریکارډ څخه تر ریکارډ پورې روان دی ، موږ د شنبې په ورځ ، د جولای په ۲۰، ۲۰۲۴ کال په یوه ورځ د ۲۱۳ زره ۱۶۱ تنو  مسافرینو د کوربه توب  سره د ۲۰۲۴ کال  ترټولو لوی شمیر ته ورسیدو."

 

سټار ورځپاڼې "په الوتکو کې وړیا انټرنیټي خدمات " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

ترکش ایرلاین له ترکسات سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړ چې له مخې په خپلو ټولو الوتکو کې خپلو مسافرینو ته وړیا او لامحدود انټرنیټ خدمت وړاندې کړي. د ویلو ده چې پدې اړه چارې  د روان کال له پای څخه پیل او په دوو کلونو کې  به بشپړې شي.



اړوند خبرونه