د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي
حریت ورځپاڼې ʺ موږ د شمالي قبرس تورکي جمهوریت په اړه خپل نظر او دریځ په ښکاره توګه څرګند کړ ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر او د عدالت او پراختیا ګوند مشر رجب طیب اردوغان پرون د تورکیې په ملي شورا کې د خپل ګوند اونیزې غونډې ته وینا وکړه. اردوغان، د شمالي قبرس تورکي جمهوريت په اړه وويل: "موږ هېڅكله سوځول شوي كلي، وژل شوي ماشومان، د خپلو قبرسي وروڼو غميزې هیرې کړي ندي.موږ د شمالي قبرس تورکي جمهوریت په اړه خپل نظر او دریځ په ډیره ښکاره توګه څرګند کړ. مونږ او د شمالي قبرس تورکي جمهوریت مقامات د فدرالي سیستم په اړه د هر ډول وړاندیز مخالف یو.
صباح ورځپاڼې ʺ وزیر فیدان: PKK په ټول عراق کې د سرطان د حجرې په څیر خپریږي ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان پرون د متحده عربي اماراتو د سکای نیوز عربي تلویزیوني چینل سره مرکه وکړه. فيدان وويل، د تورکيې په توګه، دوی په عراق کې د سياسي ثبات او د ژوند د خونديتوب د تامين لپاره په پرله پسې توګه رغنده مرستې کوي، او ويې ويل، "PKK په ټول عراق کې د سرطاني حجرې په څېر خپريږي، دا اوس زموږ ستونزه نه ده، بلکې عراق د ملي امنیت ستونزې باندې بدله شوې ده.
وطن ورځپاڼې ʺ د یونان وزیر ته د ملي دفاع وزیر ګولر لخوا د ګرځندویانو په اړه ځواب : موږ انتظار کوو ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزیر یاشر ګولر د یونان د روغتیا وزیر اډونیس جورجیاډیس په یوې ټلویزیوني خپرونه کې هغه څرګندونو ته په اشارې سره چې ویلي وو، یونان به یوه شپه په ناڅاپي توګه د خپل اف ۳۵ دوله الوتکو سره تورکیې ته راشي وویل "په کال کې ۶۰ میلیونه سیلانیان تورکیې ته راځي. مونږ د یونان وزیر هم د تورستیک سفر په موخه تورکیې ته د راتګ انتظار باسو.د تورکیې د دفاع وزیر یوناني وزیر ته پیغام ورکړ چې تاسې پرته ددې چې په تورستیک سفر راشۍ بل ډول راتلی نشۍ.
د سټار ورځپاڼې ʺ د تورکیې د استخباراتو لخوا په سلیمانیه کې هدفي عملیات ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) د عراق په شمال کې د په سلیمانیه کې د پ ک ک ترهګري سازمان پر خلاف هدفي عملیات ترسره کړل. پدې عملیاتو کې د سلیمانیه سیمې لپاره د پ ک ک ترهګري سازمان مسئول عمر فرات او د هغه سره دوه ترهګر له منځه یوړل شول.
د خبر تورک ورځپاڼې ʺ وزیر شیمشک: موږ خپل بهرني مکلفیتونه کموو ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د خزانې او مالیې وزیر محمد شیمشک، له سعودي عربستان سره د ۵ میلیارد ډالرو سواپ تړون په اړه وویل "زموږ د پروګرام سره، زموږ زیرمې د بهرنیو سرچینو د زیاتوالي، د ډالرو بیرته راګرځیدو او د بهرنیو مالي اړتیاو کمولو په پایله کې پیاوړې شوې. په دې توګه، موږ بهرني مسؤلیتونه کموو."