د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي
![د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/f259/92c5/f37c/5bf7999845b23.jpg?time=1718835447)
د وطن ورځپاڼې "اردوغان: اسرائیل له ۷۶ کلونو راهیسې وینې تویوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان وویل چې اسرائیل ۷۶ کلونو راهیسې د فلسطین د خلکو وینه تویوي، د فلسطین د خلکو ځمکې يي په ښکاره توګه غصب کړي او هر ځل يي په ښکاره ویلي چې نړیوال قانون نه پیژني. اردوغان وویل، د نسل وژنې عاملینو سره باید حساب وشي.
د خبر تورک ورځپاڼې " تورکیه د فلسطین په رسمیت پیژندلو خوښ ده " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ایرلنډ له اعلان وروسته ناروې او اسپانیا هم اعلان وکړ چې د فلسطین دولت به په رسمیت وپیژني. د ناروې صدراعظم ټینګار وکړ چې دوه دولتونو حل یوازینۍ حل لاره ده. فلسطین او تورکيې اعلان وکړ چې دوی له دې پرېکړې هر کلی کوي او ډیر خوښ دي.
د سټار ورځپاڼې "پولنډ ته د بیرقدار TB2 تحویل په امریکا کې پراخه انعکاسات موندلي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې لخوا پولنډ ته ۲۴ بیرقدار ټي بي ۲ په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکو د سپارلو لړۍ بشپړیدو په په امریکا کې جدي انعکاسات موندلي دي. د امریکا مطبوعاتو یادونه وکړه چې پولنډ په ناتو کې د بیرقدار ټي بي ۲ الوتکو په مرکز بدل شو.
حریت ورځپاڼې "تورکیې د خپل کورني موټر توګ سره د موټرو د سترو شرکتونو نه خپه واړوله" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د کورني او ملي موټر، توګ سره د تورکیې د موټرو صنعت چټک پرمختګ هم د فرانسې خبري اژانس فرانس پرس پام ځانته اړولی دی. د خبری آژانس د خبر له مخې، د تورکیې د بریښنایی موټرونو بازار د توګ په خرڅلاو سره د ایټالیا او اسپانیا د موټرو د تولیدونکو سترو هیوادونو څخه مخکې شوی دی. دا هم ویل شوي چې توګ په خپل لومړي کال کې د ټیسلا څخه ډیر تولید کړی.
ینی شفق ورځپاڼې "په نړۍ کې ترټولو ښه سیاحتي ښارونه" د سرلیک لاندې لیکلي دي
په لندن کې میشته د بازار څیړنې شرکت یورومونیټر د نړۍ ترټولو ښه سیاحتي ښارونه اعلان کړل. د ښارونو د مختلفو ځانګړتیاوو په پام کې نیولو سره چمتو شوي لیست کې د تورکیې استانبول، انتالیا او موغلا هم شامل دي.