د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1603/b899/caf2/615a9f0083fbc.jpg?time=1718500639)
د سټار ورځپاڼې "اردوغان: د نړیوالې ټولنې مسوولیتونه څرګند دي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د رومانیا له لومړي وزیر سره په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د اسرائیلو د ظلمونو د مخنیوي او د خپلو فلسطیني وروڼو د امنیت د تامین په برخه کې د نړیوالې ټولنې مسولیتونه څرګند دي خو له دې سره سره بیا هم د مخنیوي په برخه کې ګامونه نه دي پورته شوي. نتنیاهو او د هغه عاصي حکومت د خپلو اتباعو امنیت په خطر کې اچولو سره نسل وژنه کوي.
صباح ورځپاڼې "سلجوق بیرقدار: د نړۍ لپاره یو مثالی عملیات" د سرلیک لاندې لیکلي دي، پداسې حال کې چې د "اقنجي ډرون الوتکې" چې د ایران د ولسمشر او د هغه د ملګرو د چورلکې د نسکوریدو ساحه یې کشف کړه، په نړۍ کې ګرمه موضوع باندې بدله شوې، د تورکیې د بایکار ټکنالوژۍ شرکت اجرایوي رئیس او د ټیکنالوژۍ مشر سلجوق بیرقدار یادونه وکړه چې تورکیه په نړۍ د دواړو تمدن ارزښتونو او ټیکنالوژیکي پرمختګ له مخې یو نمونه د مثال هیواد دی.
حریت ورځپاڼې "تورکیه د سیاحت په شاخص کې اتم ځای ته لوړ شوی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د نړۍ د اقتصادي فورم د ۲۰۲۳ کال د سفر او ګرځندوی د پراختیا په شاخص کې تورکیه د ۱۱۹ هیوادونو په منځ کې د ۸ پوړونو په لوړیدو سره ۲۹ مقام ته ورسیده.
ینې شفق ورځپاڼې "د استانبول هوایی ډګر بیا د اروپا تر ټولو بوخت هوايي ډګر وټاکل شو" د استانبول هوایی ډګر د می د ۶ څخه تر ۱۲ پورې هره ورځ په اوسط ډول د ۱۴۳۰ الوتنو سره په اروپا کې ترټولو بوخت هوایی ډګر په توګه ثبت شوی.
د خبرتورک ورځپاڼې " ګیزر اوجي : موږ پلان لرو چې سپوږمۍ ته ورسیږو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې لومړي ستورمزلي الپر ګیزراوجي وویل "موږ پلان لرو چې په څو میاشتو کې د خپل هیواد په امکاناتو تولید شوي یو فضايي راکټ سره او ددې راکټ د توغولو د ځايي او ملي سیستم سره سپوږمۍ ته ورسیږو . "