د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
صباح ورځپاڼې "اردوغان له جانسن او کاجا کالاس سره ټیلیفوني خبرې وکړې"د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د انګلستان له لومړي وزیر بوریس جانسون او د استونیا له لومړۍ وزیرې کاجا کالاس سره په ټیلیفون خبرې وکړې. د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو له ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اردوغان له د دواړو هیوادونو د مشرانو سره دوه اړخیزو اړیکو سربیره د اوکراین د غلو دانو پر بحران او سیمه ییزو مسایلو هم خبرې وکړې.
د سټار ورځپاڼې " بحران به په ترکیه کې حل شي." د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د غلې دانې څلور اړخیزه غونډه به په استانبول کې د نړۍ د غلو دانو د ستونزې د حل په موخه جوړه شي. د ولسمشرۍ ماڼۍ د سرچينو د معلوماتو له مخې، په دې سرمشريزه کې به د اوکراين او روسيې استازي او د ملګرو ملتونو سرمنشي هم ګډون وکړي. ټاکل شوې چې د ملي دفاع وزارت یو پلاوی روانه اونۍ د غلې دانې د ستونزې د هواري په موخه روسیې ته ولاړ شي.
خبر ترک ورځپاڼې "د ترکي ساینس پوهانو څیړنه چې کیدی شي د کریمیا کانګو ناروغۍ لپاره درملنه وي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ترکي ساینس پوهان د کریمیا کانګو هیمرجیک تبه ناروغۍ د لومړني تشخیص او درملنې لپاره یوه مهمه څیړنه ترسره کړه. د ساري ناروغیو متخصص پروفیسور ډاکټر اوندر ایرګونول او کوچ پوهنتون د څیړونکې ډلې د کریمیا کانګو ناروغۍ د لومړني تشخیص لپاره د کورني PCR ټیسټ جوړ کړی دی. تمه کیږي چې دا ټسټونه په ترکیه کې په پراخه کچه وکارول شي.
وطن ورځپاڼې "په استانبول کې د سیلانیانو په شمیر کې ډیر زیاتوالی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د استانبول والي علي یرلیکایا اعلان وکړ چې د می په میاشت کې استانبول ته د راغلو سیلانیانو شمیر د تیر کال د ورته مودې په پرتله ۲۶۴ عشاریه ۶ سلنه ډیر شوی او ۱ میلیون ۴۰۲ زره ۳۶۶ تنو ته رسیدلی. ډیری سیلانیان د آلمان، ایران، روسیې فدراسیون، امریکا متحده ایالتونو او انګلستان وګړي دي.
د حریت ورځپاڼې " د ترکیې ملکي هوايي چلند شرکت ته د لوړې کچې سند ورکړ شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاینز د هوانوردۍ د نړۍوالې ټولنې لخوا د چاپیریال ارزونې تر ټولو په لوړه کچه سند ترلاسه کړ.