د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
حریت ورځپاڼې " ولسمشر اردوغان له ګوتریش سره ټیلیفوني خبرې وکړې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره ټیلیفوني خبرې وکړې. په دې خبرو کې اردوغان وویل چې دوی د تورې بحیرې له لارې د اوکراین د غلو د صادراتو لپاره خپلو ګډو هڅو ته دوام ورکوي چې دا به د نړۍ د خوراکي توکو د بحران په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.
خبر ترک ورځپاڼې "د ابراهیم قالن لخوا د فنلینډ او سویډن په اړه مهمې څرګندونې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم قالن وویل چې د ناټو په سازمان کې د فنلینډ او سویډن د غوښتنلیک په اړه د تورکیې د اندیښنو په اړه خبرې اترې به دوام ومومي او د مادرید غونډه به وروستۍ نوي.
سټار ورځپاڼې "له ناټو لخوا د تورکیې اړوند څرګندونې" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، چې په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب په اړه د تورکیې د مشروع امنیتي اندېښنو د حل لپاره یوه رغنده غونډه جوړه شوې او خبرې اترې به دوام ولري.
صباح ورځپاڼې "شینټوپ: تورکیه د کډوالۍ په برخه کې یوازې پریښودل شوې ده" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي شورا مشر مصطفی شنتوپ پرون د کډوالۍ نړیوال پارلماني کنفرانس ته په خپله وینا کې وویل چې د کډوالۍ په برخه کې نړیواله ټولنه ډیر سست حرکت کوي او وویل چې له بده مرغه ترکیه په دې برخه کې یواځې پریښودل شوې ده. د کډوالۍ مسله، موږ ګورو چې نړیوال مسؤلیت په غاړه نه اخلي.
ییني شفق ورځپاڼې "تورکیې ته د سیلانیانو په راتګ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د روان کال د می میاشت کې ترکیې ته د راغلو سلانیانو شمیر د تیر کال د همدې میاشتې په پرتله ۳۰۸.۴۸ سلنه ډیر شوی او ۳ میلیونه ۸۲۴ زره ۵۵۵ تنو ته رسیدلی دی.