ولسمشر اردوغان د تورکیې لومړنی ملي او وطني برښنايي موټر ټوګ پخپله امتحان کړ
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هیواد لومړنی ملي او وطني برېښنايي موټر نمونه پخپله امتحان کړ.
ولسمشر اردوغان د ټوک په نامه د تورکیې لومړنی ملي او وطني موټر وچلو او ځانګړتیايي ورته پخپله امتحان کړې.
د یادولو وړ ده چې د تورکیې د لومړی ملي او وطني برښنایي موټر ټوګ د ۲۰۲۳ کال په لومړنۍ ربع کې بازار ته عرضه شي.
همداشان د تورکیې د ملي او وطني موټر ټوګ تصدي ویلي دي چې تر ۲۰۳۰ کاله به دا موټر په پنځو جلا جلا ماډلونو کې لږ تر لږه یو میلیون دانې تولید کړي.