د حماس پوځي څانګې د لبنان له سویل څخه پر اسرائیلو راکټي بریدونه کړي

د حماس پوځي څانګې، عزالدین القسام  ځواکونو د لبنان له سویل د اسرائیلو پر یوې پوځي هډې لسګونه راکټي بریدونه وکړ.

2133336
د حماس پوځي څانګې د لبنان له سویل څخه پر اسرائیلو راکټي بریدونه کړي

د حماس پوځي څانګې، عزالدین القسام  ځواکونو د لبنان له سویل د اسرائیلو پر یوې پوځي هډې لسګونه راکټي بریدونه وکړ.

د القسام ځواکونه  چې د لبنان په جنوب کې  د اسرائیلو سره د پولې په اوږدو کې ځای په ځای دي د اسرائيلو پر پوځي هډې د بريد نه خبر ورکړی دی.

په بیان کې یادونه شوې چې د غزې په تړانګه او لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلو له خوا د ترسره شوي قتل عام په ځواب کې د دغه هیواد ۷۹۶ ختیځ لوا چې د سیبور کمپ په نامه یادېږي، په لسګونو راکټونو سره  په نښه کړې ده. "

د اسرائیلو پوځ په خپله اعلامیه کې ویلي، چې له لبنان څخه شل راکټونه توغول شوي، چې ډېر یې د هوايي دفاعي سیستم له خوا شنډ شوي او ځینې یې په تش ځمکو کې لګیدلي دي.

ويل کيږي چې په دې بريدکې چاته ځاني اومالي زيان نه دى اوښتى .



اړوند خبرونه