په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې

په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي‌ ترجمې سره قرانکریم وویشل شول

2133064
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې

په هالنډ کې، د پاچا د ورځې (د پاچا د کلیزې) د مراسمو په چوکاټ کې، د اسلام د دین د تشریح کولو په موخه  په یو زیات شمیر ښارونو کې پر خلکو  د هالنډي ترجمې سره  قرآن کریم نسخې  وویشل شوې.

د  اسلامي‌ لید د بڼسټ اړوند "ولې اسلام" څانګې مدیرانو او رضاکارانو چې په ۱۵ ښارونو کې "اسلام ته بلنه" په نوم پروګرامونه جوړ کړل.

 

په دې مراسمو کې د پادشاه د ورځې د لمانځلو په موخه د ښار په مرکز کې مېشتو کسانو ته د هالنډي ترجمې سره د قران کريم د ډالۍ په توګه ورکړل شول، د اسلام په اړه بروشرونه ووېشل شول او د اسلام په اړه معلومات ورکړل شول.

 

د "ولې اسلام" د څانګې مشر بیکیر ایکینسي ویلي چې په وروستیو کلونو کې په هالنډ کې له اسلام سره مینه ډیره زیاته شوې ده .

"دوی د قرآن غوښتنه کوي. ډیری یې وايي چې خامخا به قرآن لولي. په دې توګه موږ د خدای په مرسته  د ډیرو خلکو سره مرسته کوو چې اسلام ومني یا اسلام ته داخل شي."



اړوند خبرونه