د تورکیې د ملي امنیت شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.
د ملي امنیت شورا د غونډې نه وروسته په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې غونډه کې د زلزلې د ناورین د هر ډول منفي اغیزو د له منځه وړلو او د سولې او امنیت په فضا کې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره پر تدابیرو خبرې وشوې.
د تورکیې د ملي امنیت شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.
د ملي امنیت شورا د غونډې نه وروسته په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې غونډه کې د زلزلې د ناورین د هر ډول منفي اغیزو د له منځه وړلو او د سولې او امنیت په فضا کې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره پر تدابیرو خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې پډې غونډه کې د فبرورۍ د شپږمې نیټې له زلزلې وروسته د رامنځته شوي وضعیت ارزونه وشوه او په سیمه کې د ژوند د ژر تر ژره عادي حالت ته د راستنیدو پر اهمیت ټینګار وشو. زلزلې ناورین هیوادوالو په هوساینې او خوښیو او په هیواد د هر ډول منفي اغیزو د لمنځه وړو په تدابیرو خبرې وشوې.
ددې سربیره پدې غونډه کې د هیواد د امنیتي ځواکونو لخوا د پي کاکا او ددې ترهګریز سازمان د څانګو او داعش ترهګرې ډلې او فتو ترهګریز سازمان چې د هیواد ملي یووالي او بقاء ته تهدید مخامخ کړی دی پر خلاف د هیواد دننه او بهر د روانو عملیاتو په اړه معلومات شریک شول.
" د ملي امنیت شورا پدې غونډه کې په هغه پرمختګونو چې په ځانګړې توګه په دې وروستیو وختونو کې په سوریه او عراق کې لیدل شوي، یو ځل بیا د لوبغاړو د اصلي ارادې په پوهیدو کې مهم رول لري، چې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې پر پلمه د پي کاکا ترهګریز سازمان او د هغوې څانګو سره د چورلکو په ګډون د هر ډول وسایلو او وړتیاوو سمبالولو ته دوام ورکوي. ترهګر د معیاد يي په ختمیدو دی د خپلو حامیانو او ملاتړ کوونکو د ټولو هلو ځلو سره سره زموږ د عملیاتو له امله ترهګرو ته د اوښتو ځاني تلفاتو او همدارنګه د تېښتې د زیاتوالي او کم ګډون له امله د سقوط پروسې ته داخل شوي او ختم شوي. د تورکیې جمهوري دولت هوډ لري چې د بیلتون غوښتونکو تروریستي سازمان او د هغې ټولې څانګې په بشپړه توګه له منځه یوسي. تورکیه به هیڅکله هم په خپلو پولو کې ترهګرو ته د ترهګریز دهلیز جوړولو ته اجازه ورنکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د روسيې او اوکراين ترمنځ د جګړې، چې له څه باندې يو کال راهيسې روانه ده، د سيمې د نورو هېوادونو پر ثبات او د تورې بحيرې پر امنيت منفي اغېزې ارزول شوې دي. ویل شوي چې د تلپاتې سولې د ټینګښت، د سیمه ییز ثبات د ټینګښت او د بشري بحرانونو د له منځه وړلو لپاره به هڅې روانې وي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې تورکیه ټول هغه پرمختګونه چې سیمه ایزو مسايل اغیزمن کولی شي د بالکان هیوادونو سره په نږدې مشورې او همکارۍ رامنځته کړې او عملي عملي کړې پالیسۍ په چوکاټ له نږدې تعقیبوي او څاري. د شخړو د عادل حل پر بنسټ د ټولو رغنده ګامونو په ملاتړ ټینګار کوي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې له یونان سره په اړیکو کې د وروستۍ مثبتې فضا دوام به د دواړو خواوو او سیمې په ګټه وي او ټینګار شوی چې د ایژې سمندرګي او ختیځې مدیترانې په برخه کې اوسني پرمختګونه له نږدې څاري.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د مې په ۱۴ مه د ترسره کیدونکې د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنې د سولې او امن په فضا کې د ترسره کیدو په خاطر په لازمو ټولو تدابیرو غور او خبرې وشوې.