په تورکیه په ۲۰۲۳ کال کې د زیږیدولو ماشومانو ارقام خپاره شول.

د تورکیې د احصایې ادارې په ۲۰۲۳ کال کې د ژوندیو زیږیدولو ماشومانو شمیره اعلان کړه. د احصایې ادارې لخوا د اعلان شوې شمیرې له مخې په ۲۰۲۳ کال کې په تورکیه کې ۹۵۸ زره ۴۰۸ ماشومان زیږیدلي دي.

2139827

ویل کیږي په ۲۰۲۳ کال کې د ژوندیو زیږیدولو ماشومانو ۵۱ عشاریه ۳ سلنه هلکان او ۴۸ عشاریه ۷ سلنه يي نجوني دي.

د ویلو ده چې د  ۲۰۲۳ کال  تر وروستۍ ورځ  د تورکیې نفوس د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۹۲ زره ۸۲۴ تنو په ډیریدو سره ۸۵ میلیونه۳۷۲ زره ۳۷۷ تنو ته رسیدلی دی.

په تورکیه کې د نارینو نفوس ۴۲ میلیونه ۷۳۴ زره او ۷۱ تنه او د ښځو نفوس بیا ۴۲ میلیونه ۶۳۸ زره او ۳۰۶ تنه دی. د تورکیې د نفوس ۵۰ عشاریه ۱ سلنه نارینه او ۴۹ عشاریه ۹ سلنه ښځې دي.

پيوندونه: #احصایه , #تورکیه

اړوند خبرونه