ولسمشر اردوغان : "له یونان سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه زموږ د تفاهم یووالی پیاوړی کیږي."

د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې "له یونان سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه زموږ د تفاهم یووالی پیاوړی کیږي."

2139205
ولسمشر اردوغان : "له یونان سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه زموږ د تفاهم یووالی پیاوړی کیږي."

د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې "له یونان سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه زموږ د تفاهم یووالی پیاوړی کیږي."

ولسمشر اردوغان دا خبرې د یونان د لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس سره چې د رسمي سفر په موخه پرون پلازمینې انقرې ته راغلی وو  د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

اردوغان ټینګار وکړ چې دوی له میلمه لومړي وزیر سره په کتنه کې دوه اړخیزه مسایل په تفصیل سره وڅیړل او زیاته یې کړه چې د سوداګرۍ حجم له ۶ څخه ۱۰ میلیاردو ډالرو ته لوړولو په هدف به کار وکړي.

"د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له یونان سره زموږ د تفاهم یووالی پیاوړی کیږي. موږ پدې موافقه وکړه  چې زموږ د سیمې په راتلونکي کې د تروریستي سازمانونو لپاره هیڅ ځای نشته. موږ تمه لرو چې زموږ په اړیکو کې مثبته فضا  به زموږ او په یونان کې  تورکی لږه کیو  د حقونو په پوره کولو کې مرسته وکړي.

اردوغان څرګنده كړه چې د قبرس مسئلې ته د حقايقو پر بنسټ د يوې عادلانه او دايمي حل لارې موندل ډیره مهمه خبره ده.

هغه وویل، دا ډول ګام به زموږ د سیمې ثبات او سوله ټینګه کړي.

د یونان لومړي وزیر میتسوتاکیس په خپله وینا کې وویل، "زموږ ترمنځ د تفاهم او اړیکو چاپیریال په دوامداره توګه په مثبت ډول وده کوي." هغه وویل چې دوی په اروپايي ټولنه کې د تورکیې د غړیتوب ملاتړ کوي.



اړوند خبرونه