د تورکیې لخوا د یونان د کډوالۍ او پناه غوښتنې د چارو وزیر ته ډیر سخت ځواب
د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون د یونان د کډوالۍ او د پناه غوښتنې د چارو وزیر د څرګندونو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.
د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون د یونان د کډوالۍ او د پناه غوښتنې د چارو وزیر د څرګندونو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.
هغه په یونان غږ وکړ چې ژر تر ژره د کډوالو په وړاندې د خپل غیر انساني چلند او تورکیې په وړاندې بې بنسټه او بې ناحقه تورونو لګولو نه لاس واخلي او د یو دولت په څیر چلند وکړي.
فخرالدین التون د یونان د کډوالۍ او پناه غوښتنې وزیر د چارو د وزیر نوټیس میتارکیس لخوا د ټولنیزې مډیا له لارې د تورکیې په اړه د کړو څرګندونو ته ځواب ووایه.
التون د یوناني وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي چې " یونان د دې بې ځایه او بې بڼسټه هڅو سره، ځل بیا ټولې نړۍ ته وښودله چې د دغو مظلومو خلکو کرامت ته هم درناوی نه کوي، او د هغو کډوالو د عکسونو په خپرولو سره چې شخصي جامې او توکي ترینه غضب کړي او بیا يي ډیپورت کړي دي ټولې نړۍ ته خپله اصلي څیره ښودلې ده . د یونان چارواکو په لومړي سر کې د اروپايي ټولنې د پوله د محافظت ادارې فرونټیکس سره په ملګرتیا کې، د هغو ماشومانو حساب ورکړي چې په ایژې سمندر کې یې ډوب کړي او له منځه وړي دي، د هغه بې ګناه خلکو په اړه باید حساب وکړي چې په کمربندونو سره یې وهلي او په مریچ کې یې مړه کړي دي.
مونږ یونان ته بلنه ورکوو چې د کډوالو په وړاندې د غیر انساني چلند او د تورکیې په وړاندې د بې بنسټه او بې ځایه تورونو لګولو نه لاس او د دولت په څیر چلند وکړي .