د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل

د تورکیې  بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل  چې دوی له اسراییلو اړیکې د سفیرانو کچې ته د لوړولو په خاطر په کار پیل کړی دی.

1847535
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل

د تورکیې  بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل  چې دوی له اسراییلو اړیکې د سفیرانو کچې ته د لوړولو په خاطر په کار پیل کړی دی.

چاووش اوغلو د اسرائیلو د بهرنیو چارو له وزیر یایر لاپید سره چې په رسمي سفر پلازمېنې انقرې ته راغلی و، له کتنې وروسته په  ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

چاووش اوغلو وویل چې  هغه باور لري چې د لاپید سفر به د ترکیې او اسراییلو ترمنځه  د اړیکو د لا ودې سره مرسته وکړي  او دوې د اسرائیل سره اړیکې د سفیرانو کچې ته د لوړلو په خاطر په کار پیل کړی دی.

چاووش اوغلو د اسرائیلو پر وړاندې د تروریستي ګواښ په اړه وویل چې دوی د امنیت په برخه کې له اسرائیلو سره همکاري کوي.

هغه وويل: "موږ به هيڅکله اجازه ورنه کړو چې زموږ په هېواد کې دا ډول پېښې رامنځته شي او یا  دا ډول حسابونه او ترهګريز بريدونه زموږ په هېواد کې ترسره شي."

 

چاووش اوغلو ټینګار وکړ چې  منځني ختیځ د روانې ستونزې د حل په خاطر تورکیه د دوو مساوي حقونو نه برښمند دولتونو په حل لارې ټینګار کوي .

له بلې خوا د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر لاپید ویلي چې تورکیې ته به د خپل سفر په اړه خبرداری لرې کړي او په نږدې راتلونکي کې تورکیې ته د اسرائیلو د سفیر د راستنیدو لپاره اقدامات وکړي.

هغه وويل: "زه د استانبول ښکلي او ستاسو د ښار ښکلي ساحلونه خوښوم. زه هيله لرم چې اسرائيليان به په راتلونکو ورځو کې دلته راستانه شي. ترکي اتباع به ژر تر ژره وکولای شي له استانبول څخه د مستقيم الوتنې له لارې بيت المقدس ته ولاړ شي."


پيوندونه: #اسرائیل , #تورکیه

اړوند خبرونه