ترکیې د امریکا سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
ترکیې د امریکا سفیر جیفري فلیک بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
پرون په استانبول کې جوړې شوې د جمهوریت خلق ګوند له غونډې مخکې د مریکا د سفارت لخوا د مظاهرې په اړه د خپور شوي خبرداري نه وروسته، په انقره کې د امریکا سفیر جیفري فلیک د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو.
د ډیپلوماتیکو سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، سفیر ته وویل شول چې پداسې حال کې چې په امریکا کې د قانون پلي کوونکو ځواکونو لخوا د غیر متناسب ځواک استعمال یوه جدي ستونزه ده ، په ترکیه کې د سیاسي ګوندونو لاریونونه چې د ډیموکراسۍ یو مهم اصل او دود دی دې مسئلې ته داسې انعکاس ورکول چې ګواکې په ترکیه کې پدې برخه کې جدي ستونزې شتون لري د منلو وړ خبره نده.
همداشان سفیر ته په ټینګار سره ویل شوي، چې دغه غونډه پرون له کومې ستونزې پرته د امن په فضا کې ترسره شوه.
سفیر فلیک ته خبرداری ورکړ شو چې راتلونکي کې د متحده ایالاتو چارواکو لخوا خپلو اتباعو ته د هر ډول خبرداري ورکولو پر مهال ، تمه کیږي د حقایقو په پام کې نیولو سره چمتو شي.
د ویلو ده چې پرون د متحده ایالتونو د سفارت لخوا د جمهوریت خلق ګوند د غونډې نه مخکې د لاریون د ترسره کیدو په اړه خپلو اتباعو ته یو خبرداری خپور کړی وو.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ د امریکا د سفارت لخوا د خپور شوي خبرداري په اړه سخت غبرګون ښودلی وو چې نن يي د امریکا سفیر بهرنیو چارو وزارت ته راوغوښته. ترکیې بهرنیو چارو وزارت هم په ورته یو خبرداري په خپرولو سره په امریکا کې میشتو خپل وګړو ته خبرداری ورکړ چې د امریکايي پولیسو د د شدت او تاریخوالي په مقابل کې ډیر دقت وکړي. ځکه چې د شدت او تاریخوالي په اړه د امریکا د پولیسو تیرې کړنې او چلندونه ټولو ته معلوم دي.