د ترکیې وسله وال پوځ د پي کاکا ترهګري سازمان ته یو بل سخت ګوزار ورکړ.
د هیواد دننه او بهر د ترهګرۍ پر وړاندې د روانو عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ تنه ترهګر له منځه یوړل شول
د ترکیې وسله وال پوځ د پي کاکا ترهګري سازمان ته یو بل سخت ګوزار ورکړ.
د ترکیې امنیتي ځواکونو د ترهګرۍ پر خلاف د روانو په عملیاتو په ترڅ کې د هیواد دننه او بهر ۱۴ تنه ترهګر له منځه یوړل.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویل وویل چې د هیواد دننه د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې مبارزې په ترڅ کې د ماردین ولایت د باګوک غرې په سیمه کې ۶ تنه ترهګرو چې د ورانکارانه فعالیتونو د ترسره کولو په خاطر په یوې څمڅه کې پټ شوي وو د امنیتي ځواکونو لخوا له منځه یوړل شول.
همداشان د ترهګرۍ پر وړاندې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د هیواد نه بهر د عراق په شمال کې د ګارا په سیمه کې ۶ تنه ترهګر له منځه یوړل شول.
همداشان د عراق په شمال کې په یو بل جلا عملیاتو کې دوه تنه نور ترهګر هم له منځه وړل شوي دي.
د ترکیې وسله وال پوځ ترهګرو ته د خپلو پټنځایونو او سوړو نه د سر راویستو فرصت هم نه ورکوي.
د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې د روان میلادي کال په دننه کې مو تر اوسه پورې ۲۶۳۱ تنه ترهګر له منځه وړي دي. د پي کاکا ترهګري سازمان موجود وضعیت ته په کتو سره نوموړی سازمان د لمنځه تلو په درشل کې قرار لري. زمونږ اتل وسله وال ځواکونه ترهګرو ته د ساه اخیستو فرصت هم نه ورکوي. په ترهګرو باندې مو د حرکت او حتا د ساه اخیستو حلقه ډیره زیاته تنګه کړې ده .