ترکیې په انقره کې د لسو هیوادونو سفیران بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړل
ترکیې په پلازمینه انقره کې د لسو هیوادونو سفیران د زنداني ترکي سوداګر عثمان قاوالا د دعوا په اړه د څرګندونو له امله د بهرنیو چارو وزارت ته راوغوښتل.
1721468
د ډیپلوماتیکو سرچینو نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې په پلازمینه انقره کې د امریکا ، جرمني، ډنمارک، فنلنډ، فرانسې، هالنډ، سویډن، کاناډا ، ناروې او نوي زیلاند سفیران د زنداني ترکي سوداګر عثمان قاوالا د محاکمې د بهیر او دعوا په اړه د څرګندونو په غبرګون کې د بهرنیو چارو وزارت ته راوغوښتل.
نوموړو سفیرانو د ټولنیزې مډیا له لارې د زنداني ترکي سوداګر عثمان قاوالا د هر څه ژر خوشې کولو غوښتنه کړې وه او ویلي وو چې د قاوالا محاکمه او دعوا په ترکیه کې په ډیموکراسۍ او حقوقو پر لوړوالي سیوری غوړولی دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د نوموړو سفیرانو ددې څرګندونو نه د ترکیې په کورنیو چارو کې د لاس وهنې او ددې پر خلاف د سخت غبرګون ښودو په خاطر وزارت ته راوغوښتل.