په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۸۸۹۲ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
1711822
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۳۵۶ زره او ۶۶۱ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۲۸۸۹۲ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۳۳۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۱۰۸ میلیونه ۷۳۴ زره او ۱۱۱ ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوی" دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر یو ځل بیا په هغه هیوادوالو چې تر اوسه پورې د کرونا واکسین ندی کړی هر څه ژر د واکسین کولو بلنه ورکړه.