په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۹۵۸۶ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
1678899
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۲ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۰۷۶۱ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۲۱۴ زره او ۱۹۶ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۹۵۸۶ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۰۹۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۶۴ میلیونه ۴۸۷ زره او ۸۴۱ تنو ته رسیدلې ده .