ترکیې بهرنیو چارو وزیر د امریکا بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه وکړه
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره لیدنه وکړه.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره لیدنه وکړه.
چاووش اوغلو د خپل امریکايي سیال بلینکن سره په ایټالیا کې د جي شل سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په چوکاټ کې لیدنه وکړه.
مولود چاووش اوغلو د ایټالیا په تاریخي د ماتیرا په ښار کې جوړه شوې د جي شل سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون په موخه ایټالیا ته سفر کړی دی.
چاووش اوغلو ددې غونډې په چوکاټ کې د یو زیات شمیر هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدنې وکړې.
چاووش اوغلو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر راب ، ارجنټاین د بهرنیو چارو وزیر سولا ، د نیجر د بهرنیو چارو وزیر هاسومي ماسودو، الجزایر بهرنیو چارو وزیر صبري باکادوم، رواندا بهرنیو چارو وزیر وینسنټ بیروتا سره خبرې وکړې.
چاووش اوغلو ویلي دي چې د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر راب سره د دواړه اړخیزو اړیکو سربیره ، د سوریې او لیبیا په ګډون د سیمې د مهمو مسئلو په اړه خبرې او تبادل د نظر کړي دي.