په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۹۵۶۱ مثبتې پیښې ثبت شوي دي

1590166
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۲  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۲۸۲۸۵   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۲۴ زره او ۷۴۷ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۹۵۶۱ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۵۲۹۷ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي .

همداشان  د ناروغانو د ۱۲۰۰   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۳۲میلیونه   ۶۸۴  زره او ۷۴۷  ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره راټیټه  شوې ده چې ددې شمیرې د  لا زیات راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره د  ۷ میلیونو او ۷۷۵  زره او ۸۰۳ تنو ته لوړه شوې ده .



اړوند خبرونه