د ترکیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

1584108
د ترکیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

 

د ویلو ده چې دا د چاوش اوغلو او بلینکن ترمنځه لومړنی تماس دی چې  ټینګیږي.

د ډیپلوماتیکو سرچینو نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاوش اوغلو خپل امریکايي سیال ته د نوې دندې له امله مبارکي وویله.

همداشان  دواړو د دواړه اړخیزو اړیکو سربیره پر بعضو سیمه ایزو مسئلو، د فتو – پ ک ک او پ وای ډي ترهګرو سازمانونو پر خلاف په مبارزې، اس ۴۰۰ دفاعي سیستم، سوریې او ختیځې مدیترانې په مسئلو خبرې او تبادل د نظر وکړ.

دواړو وزیرانو د ترکیې او امریکا نوي حکومت ترمنځه د متقابل درناوي او  شفافیت په چوکاټ کې د صمیمي ډیالوګ رامنځته کولو په مسئله کې سره په تفاهم ورسیدل.

همداشان د ترکیې بهرنیو چارو وزیر پدې وروستیو کې د امریکا د حکومت لخوا د ترکیې په اړه د کړو څرګندونو نه خپله ناراحتي امریکايي لوري ته اظهار کړه.

دواړو وزیرانو په راتلوونکو ورځو کې د دواړو هیوادونو اړوند د مسئلو په اړه په ډیره اړخیزه توګه د خبرو کولو په اړه سره تفاهم وکړ.

د بله پلوه امریکايي لوري د نوموړې لیدنې په اړه ویلي دي چې ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن خپل ترک سیال چاوش اوغلو ته د پ ک ک ترهګري سازمان د ۱۳ تنو ترکانو د شهیدولو په اړه د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل. هغه وویل چې ددې وژنو یواځنی مسئول د پ ک ک ترهګری سازمان دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نید پرایس وویل چې د ترکیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو سربیره د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزې خبرې وکړې.

همداشان دواړو وزیرانو په سوریه کې روانه ستونزه د سیاسي حل لارو څخه د حلولو په مسئلې ټینګار وکړ.



اړوند خبرونه