د ترکیې دیني چارو رئیس په ډنمارک کې پر جومات برید وغنده

د ترکیې د دیني چارو عمومي رئیس پروفیسور ډاکټر علي ایرباش د ډنمارک  کې پر جومات برید په کلکو ټکو وغنده.

1570164
د ترکیې دیني چارو رئیس په ډنمارک کې پر جومات برید وغنده

 

ایرباش د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې " په ډنمارک کې پر جومات ترسره شوی برید په کلکو ټکو غندم. په لویدیځ چې د اسلام دښمنۍ کچه پکې د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو ده د افراطي او اسلام دښمنو ډلو ددې ډول فعالیتونو د مخنیوي او ددې برید فاعلینو د نیولو او د عدالت منګولو ته د تسلیمولو غوښتنه کوو. "

د ویلو ده چې په ډنمارک کې جرمني پولې ته ۳۰ کیلومترۍ سیمه کې په یو جومات د اسلام دښمنو لخوا برید شوی دی. برید کوونکو د جومات په دیوارونو قرانکریم او اسلام ته  د سپکاوي ډکې لیکنې کړي دي.

د جومات د اداري چارو رئیس د نوموړي برید په اړه پولیسو ته شکایت کړی دی. پولیسو د پيښې په اړه د تحقیقاتو د پیلولو نه خبر ورکړی دی.



اړوند خبرونه