په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۶۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۸۳۱۴ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۶۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۲۳۶۶۴ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۶۷ زره او ۲۱۱ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۸۳۱۴ تنو
ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۱۰۹ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره دوه میلیون ۲۴۶ زره او ۴۷ تنو ته لوړه شوې ده .
همداشان د ناروغانو د ۲۳۱۱ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۲۷ میلیونه ۶۶ زره او ۶۵۳ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره راټیټه شوې ده چې ددې شمیرې د لا زیات راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس په تطبیق پيل وشو. لومړنی واکسین د هیواد د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا ته تطبیق کړی شو. همداشان د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان هم واکسین وکړ. هغه وویل چې د واکسین لړۍ په ډیره ښه توګه پر مخ روانه ده . ولسمشر زیاته کړه چې په نږدې راتلونکې کې به ۳۰ میلیونه دوزه نور واکسین ترکیې ته راانتقال کړی شي. هغه ټولو هیوادوالو ته د واکسین کولو بلنه ورکړه.
د بله پلوه د هیواد د روغتیا وزیر وویل چې د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی او تر اوسه پورې څه باندې ۵۰۰ زره تنه روغتیایي پرسونل واکسین شوی دی.