په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۰۴۲۴ مثبتې پيښې ثبت شوي دي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۱۵۷۵۱ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې دوه لکه او ۶۲۰۲ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۳۰۴۲۴ تنو
ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۲۳۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۴۵۲ زره او ۵۹۳ ته لوړه شوې ده .
همداشان د ناروغانو د ۵۹۱۸ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۲۰ میلیونه ۵۰۰ زره او ۵۷۹ ته لوړه شوې ده.
د ویلو ده چې په ترکیه کې د اوږدې مودې راهیسې د لومړي ځل لپاره په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره د ۲۲۰ تنو ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره د پام وړ لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي تدابیرو پورې تړلی دی.