ترکیې خلیفه حفتر ته سخت خبرداری ورکړ
ترکیې په لیبیا کې خلیفه حفتر ته ډیر سخت خبرداری ورکړ. ترکیې ویلي دي چې په لیبیا کې د ترکیې پر منافعو برید کولو صورت کې به يي پایلې ډیرې بدې وي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د خلیفه حفتر اړوند تش په نامه د لیبیا د ملي پوځ د نوموړي هیواد په سواحلو کې په درملو بار د ترکیې یوه کښتۍ درولې او په ناحقه توګه يي ورته نقدي جزا ورکړې ده.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې د لیبیا د مارسا سوسا ښار په سواحلو کې د ترکیې یوه کښتۍ د خلیفه حفتر اړوند تش په نامه د لیبیا د ملي اردو د ځواکونو لخوا درولې، په ناحقه توګه يي ورته نقدي جزا ورکړې او د کښتۍ د پرسونل سره یو ځای برمته کړې ده .
ترکیه د خلیفه حفتر د ځواکونو دا عمل په کلکه توګه غندي او هر څه ژر د کښتۍ د خوشې کولو او خپل سفر د پای ځای نه پيلولو ته ورته د زمینې برابرولو غوښتنه کوي.
په بیان کې راغلي دي چې په لیبیا کې د ملګروملتونو سازمان په مشرۍ د خپلمنځیو د ستونزو د حل په خاطر د پيل شوي سیاسي بهیر پدې حساسه دوره کې د حفتر او ملیشه ځواکونو لخوا ددې ډول تجاوزګر چلند او کړونو دوام دې بهیر ته زیان رسوي.
همداشان ترکیې خلیفه حفتر ته خبرداری ورکړی دی چې په لیبیا کې د ترکیې په منافغو برید کولو په صورت کې به پرې د سخته بیه پرې کړي.