په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۲۷۹ زرو تنو نه واوښته

1485823
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

 په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۳  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۶۶۷۳    تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۹۶ زره او  ۸۴۲    تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۵۷۸    تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۷۹ زره ۸۰۶    ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۱۳   تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۵۱  زره او ۱۰۵  تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو د ۱۱۰۲   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۷  میلیونه  ۷۷۹  زره ۵۳۹    ته لوړه شوې ده. 

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه