چاوش اوغلو د یونان پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

چاوش اوغلو : ترکیه په مدیترانه کې هیڅکله هم د خپلو حقونو نه لاس په سر کیږي نه .

1484838
چاوش اوغلو د یونان پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې یونان د ناټو سازمان د منځګړتوب په مسئله کې درواغو په ویلو سره یو ځل بیا دا ټولو ته په ډاګه کړې چې دوې د مذاکراتو او سوله ایز حل لارې سره مخالفت کوي.

چاوش اوغلو په پلازمینه انقره کې د تودو مسئلو په اړه مهمې څرګندونې وکړې. هغه وویل چې یونان د ختیځې مدیترانې په اړه د مذاکراتو وړاندیز رد کړی دی.

چاوش اوغلو زیاته کړه چې د یونان لخوا د ناټو سازمان د عمومي‌ سکرتر ینس ستولتنبرګ په اړه درواغ ویل ډیره زیاته د خواشینۍ خبره ده. اصل د ناټو سازمان مشر ستولتنبرګ نه بلکې یونان  درواغ وايي. هغوې یو ځل بیا دا ټولې نړۍ ته وښوده چې د مذاکراتو پلوي‌ ندي.

ترکیې تل د ډیالوګ او مذاکراتو نه پلوي‌ کړې او ددینه وروسته به يي هم وکړي.

چاوش اوغلو وویل « که چیرې څوک د پر حق والي‌ ادعاء کوي‌ هغه د مذاکراتو نه نه پټیږي خو یونان تل د مذاکراتو نه تښتیدلی او پټ شوی دی ځکه چې هغوې پر حق ندي‌. پدې خبره پخپله هم ډیر ښه پوهیږي. که چیرې یونان ګومان کوي چې ددې ډول تیښتو او  دریځ سره به مونږ په سیمه کې د خپلو حقونو نه لاس واخلو غلط فکر کوي. دې موخې ته به هیڅکله هم ونه رسیږي. اروپايي هیوادونه هم پدې ډیر ښه پوهیږي چې یونان پر حق ندی. 

هغه زیاته کړه چې د ترکیې یواځنی هدف او موخه د خپلو حقونو نه دفاع کول دي. د چا حق نه خوري‌ او نه هم نورو ته د خپل حق د خوړولو اجازه ورکوي.

همداشان چاوش اوغلو وویل چې د ختیځې مدیترانې د ستونزې بل اصلي لامل فرانسه ده چې تل د اوبو د خړولو او ستونزو د رامنڅته کولو هڅه کوي. هغه وویل چې د فرانسې په درد مونږ پوهیږو. فرانسې لومړی غوښتل چې په سوریه کې یو ترهګری دولت جوړ کړي‌ چې ترکیې په سوریه کې د پوځي‌ عملیاتو سره ددوې دا خوب او خیال په اوبو لاهو کړ.

دې مسئلې فرانسې پلانونه خراب کړل . وروسته يي په لیبیا کې د کودتاچي‌ حفتر نه په ملاتړ سره غوښتل چې طرابلس ونیسي او د لیبیا یواځنی حاکم حفتر کړي‌ چې وروسته يي دا پلان هم په اوبو لاهو کړی شو .

کله چې فرانسې دا پلانونه په اوبو لاهو شول په مدیترانه کې ترکیې کښتیو فرانسوي‌ کښتیو باندې د تیري کولو ادعا وکړه. خو خپله دا ادعاء يي تر ننه پورې په اثبات ونه رسوله. ترکیې په مقابل کې د هغوې د ادعا د غلط ثابتولو اسناد او شواهد وړاندې کړل.

د همدې امله فرانسه باید د ترکیې نه هر څه ژر بښنه وغواړي. د همدې امله اوس فرانسه په مدیترانه کې د یونان د لمڅولو هڅه کوي. خو زمونږ په اند دا ډول چلندونه هیچا ته ګټه نکوي. فرانسه د ستونزو سره مخامخوي. 



اړوند خبرونه