د ترکیې د دفاع وزیر یونان او د هغه ملاتړو ته خبرداری ورکړ

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې د زرګونو کیلومتره لرو سیمو نه راغلي او دلته د بدماشۍ هڅه کوونکي، د حق ادعا کوونکي او د ژغورونکو فرښتو رول لوبونکي شتون لري. خو دا ټول لکه څرنګه چې راغلي دي‌ په همدې شان به بیرته ځي.

1484086
د ترکیې د دفاع وزیر یونان او د هغه ملاتړو ته خبرداری ورکړ

 

د ملي دفاع وزیر اکار دا څرګندونې د لوی درستیز ستر جنرال یاشار ګولر او قوتونو د قومندانانو سره په ګډه د ګډو هوايي عملیاتو د مرکز نه د لیدنې او کنټرول پر مهال وکړې.

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر د یاد شوي‌ مرکز نه چې د ټولې ترکیې هوايي حریم پکې کنټرولیږي د فعالیتونو په اړه د مسئولو کسانو نه معلومات واخیستل او هغوې ته يي لازم هدایات ورکړل.

دفاع وزیر دلته په خپله وینا کې د دفاعي او امنیتي‌ مسئلو سربیره پدې وروستیو کې د ختیځې مدیترانې او ایژې په سیمو کې د رامنځته شوو پرمختګونو او قبرس د پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.

اکار په خپله وینا کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیې تل د خپلو ټولو ګاونډیانو سیاسي‌ او مځکنۍ بشپړتیا ته درناوی کړی او درناوی کوي. « خو یوه خبره باید هیره نکړو چې ترکیه ددې سره سم د ذرې په اندازه د خپل حق نه تیریږي، همداشان هیچا ته به اجازه ورنکړي‌ چې زمونږ حق او حقوق د خپو لاندې کړي. د زرګونو کیلومتره لرې سیمې نه راغلي او دلته د بدماشۍ هڅه کوونکي ، د حق ادعاء کوونکي او د ژغورنې د فرښتو رول لوبونکي‌ شتون لري.خو لکه څرنګه چې راغلي‌ دي په همدې شان به بیرته ځي.»

وزیر اکار وویل چې ترکیه په ختیځه مدیترانه او ایژې سیمه کې د نړۍوالو حقوقو، سمندري‌ حقونو، محکمو پریکړو، تعاملاتو او ښه ګونډیتوب د اړیکو په اساس حرکت او فعالیت ته دوام ورکوي.

یونان د فرانسې او اروپايي ټولنې پر ملاتړ  زما په اندا داسې دی د عقل او منطق سره غواړي‌ ځان پر حق ثابت کړي. وزیر پر یونان  غږ وکړ چې ټوله نړۍ سره راټوله کړۍ ستاسې دوه ضرب د دوه پنځه منطق پر مونږ تحمیلولی نشۍ. ځکه چې دا منطق نه مني. د مدیترانې حقیقت دوه ضرب د دوه څلور کوي‌ دی. هیڅوک دا حقیقت بدلولی نشي. قبرس زمونږ ملي‌ دعوا ده. لکه څرنګه چې مو په ۱۹۷۴ کلونو کې هلته د خپلو ورورنو حق او حقوقو نه دفاع کړې ده په ۲۰۲۰ او ددینه وروسته به يي هم په همدې شان وکړو.

اکار وویل چې یونان د لوزان معاهدې پر خلاف ۱۶ ټاپو ګانو کې وسله وال ځواکونه ځای په ځای کړي‌ دي.

هغه وویل چې په یونان غږ کوو چې ددینه وروسته به تاسې ته اجازه درنکړو.

اکار وویل چې د یونان د ټولو تیریو او سرغړونو سره سره ترکیه اوس هم په مذاکراتو او سوله ایز حل لارې ټینګار کوي. هغه وویل چې مونږ د نورو متفقو هیوادونو نه هم پدې اړه د صمیمت او درستوالي تمه لرو.

وزیر په امریکا د نیوکې سره وویل « که چیرې تاسې په سویلي‌ قبرس لګولی د وسلو بندیز لرې کړۍ په ټاپو کې موازنې خرابیږي او د موازنو خرابیدل سوله له منځه وړي. ستونزې لا پسې ژوروي. 



اړوند خبرونه