په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۲۷۱ زرو نه واوښته

1483049
په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی

 په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴۷  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۶۴۱۷   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۰۹    زره او  ۴۴۳    تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۵۷۲   تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۷۱    زره ۷۰۵   ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰۳    تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۴۵  زره او ۹۲۹   تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو د ۹۹۱  تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۷  میلیونه  ۲۴۷  زره ۹۳۵   ته لوړه شوې ده. 

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه