ولسمشر اردوغان یونان ته خبرداری ورکړ

د ترکیې ولسمشر  رجب طیب اردوغان وویل چې یونان په ختیځه مدیترانه کې د سمندري خبرداري د اعلانولو حق نلري.

1478487
ولسمشر اردوغان یونان ته خبرداری ورکړ

 

ولسمشر اردوغان د یونان پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې تیره کابینې د غونډې نه وروسته وکړې. هغه د یونان سره په اړیکو کې د موجود تاوتریخوالي نه په یادونې سره وویل چې « یونان لخوا د سمندري خبرداري‌ خپریدل په سیمه کې د ټولو کښتیو د سیر امنیت د ګواښ سره مخامخوي او دا  په ښکاره توګه یو ډول نازولتوب او د خپل حد نه پیژندل دي. ددینه وروسته په سیمه کې د هر ډول ستونزې د رامنځته کیدو یواځنی لامل یونان دی. همداشان د هر ډول منفي پيښو نه ضرر لیدونکی به هم یواځی پخپله یونان وي.»

ولسمشر اردوغان وویل هغه برخو چې یونان د ترکیې د سمندري‌ ځواکونو مخې ته راګوزار کړی دی پدې پوره باور لرم چې د هر ډول ستونزې د رامنځته کیدو پر مهال به هغوې څوک په سترګو هم ونه ویني. زمونږ ګاونډی هیواد یونان باید پدې خبره ځان ښه پوه کړي. 

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه به  په ختیځه مدیترانه کې نه د اوروچ رئیس کښتۍ او نه هم د هغه سره ملګرتیا کوونکو جنګي‌ کښتیو فعالیت مخه ونیسي. برعکس په سیمه کې به د خپل حق او حقوقو نه د دفاع په برخه کې لا په قوي‌ او عظیمې ارادې خپلې چارې او فعالیت ګړندی کړي. 

ولسمشر اردوغان یونان ته خبرداری ورکړ چې د سمندري‌ خبرداري د اعلانولو له امله د رامنځته کیدونکو هر ډول منفي پرمختګونو مسئول یونان دی .

د یادولو وړ ده چې یونان لخوا اعلان شوی سمندري‌ خبرداری به د اګست تر ۲۷ مې نیټې دوام وکړي. 

یونان په ګیریت، کرپي، رودوس او میئس په ټاپوګانو سمیه کې سمندري خبرداری خپور کړی دی. 



اړوند خبرونه