په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۲۳۶ زرو نه واوښته
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۷۸۴ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۵۳ زره او ۸۴۲ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۱۱۷۸ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې د نوو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۳۶ زره او ۱۱۲ ته رسیدلې ده.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۱۵ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۱۹ زره او ۵۰۶ تنو ته لوړه شوې.
همداشان د ناروغانو د ۵۸۲ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره پنځه میلیونه ۲۷ زره ۳۰۸ ته لوړه شوې ده.
روغتیا وزیر ویلي دي چې پرون د یوې ورځې مخکې په پرتله د مثبتو پيښو شمیره ۸۸ او بیا نن د پرون په پرتله ۹۵ پيښې لوړه شوې ده. هغه وویل چې د ټسټونو شمیره مو پرون ۵۴ زرو ته لوړه کړه. همداشان د لوی اختر او رخصتۍ په ورځو کې د رامخامخ شوي خطر مخه باید ونیسو. د تدابیرو د مراعات کولو په برخه کې باید لا جدي ګامونه اوچت کړو. پدې برخه کې یووالي ته جدي اړتیا لرو.