د ایه صوفیه تاریخي جومات د عبادت پرمخ پرانیستل شو.
ولسمشر اردوغان : د ایه صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د پرانیستو پریکړه دې ټولو ته مبارک وي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې محکمې د ایه صوفیه تاریخي جومات په اړه د وزیرانو د شورا د پریکړې د لغوه کولو سره ایه صوفیه جومات د ترکیې د دیني چارو ریاست ته په سپارولو سره د عبادت په مخ د پرانیستو پریکړه کړې ده.
د ویلو ده چې په ترکیه کې د محکمې د استانبول د ایه صوفیه تاریخي جومات په اړه د ۱۹۳۴ کال د نوامبر د ۲۴ مې نیټې د وزیرانو د شورا پریکړه چې له مخې جومات په موزیم اړول شوی وو لغوه کړ. پدې ډول محکمې ایه صوفیه جومات د عبادت پر مخ د پرانیستو مخه پرانیسته.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ، د ایه صوفیه تاریخي جومات په اړه د محکمې د پریکړې په اړه لومړنی غبرګون د خپل ټویټر پاڼې له لارې وښود. ولسمشر اردوغان د محکمې د پریکړې په اړه ویلي دي چې ټولو ته دې مبارک وي.
همداشان هغه ویلي دي چې دا جومات به د ترکیې دیني چارو ریاست ته وسپاري .
همداشان د ایه صوفیه تاریخي جامع جومات د ترکیې دیني چارو ته د سپارولو او عبادت پرمخ د پرانیستو اړوند د ولسمشر اردوغان لخوا خپور شوی تقنیني فرمان په رسمي جریده کې خپور شو.