د عراق په شمال کې یو تن ترک سرتیری په شهادت ورسید.

یو تن ترک سرتیری د عراق په شمال کې په روانو عملیاتو کې شهید شو

1439736
د عراق په شمال کې یو تن ترک سرتیری په شهادت ورسید.

 

د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د عراق په شمال کې  روانو د پړانګ پنجې د عملیاتو په سیمه کې یو تن ترک سرتیری شهید شو.

د ترکیې ملي دفاع وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې د عراق په شمال کې د زاپ په سیمه کې تیره ورځ د ترهګرو سره په مخامخ نښته کې یو تن ترک سرتیری ټپي شوی وو چې وروسته په روغتون کې شهید شو.

په بیان کې راغلي‌ دي چې ددې پیښې نه وروسته په سیمه کې ۴ تنه ترهګر په هوايي برید کې له منځه یوړل شول.



اړوند خبرونه