په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۱۷۳ زرو نه واوښته

1433559
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

 

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۷۴۶ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۶ زره او  ۵۲۱   تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ شوی چې په ۹۲۲ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی. هغه زیاته کړه چې په هیواد کې د مثبتو پيښو شمیره ۱۷۳ زره ۳۶ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۴۱ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۴۶ زره او ۸۳۹ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۶۳۱ د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۲۸۰ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  دوه  میلیونه  ۴۵۱ زره ۷۰۰ ته لوړه شوې ده.

د ترکیې د روغتیا وزیر د تولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې د هیوادوالو نه  د تدابیرو د مراعات کولو غوښتنه کړې ده.



اړوند خبرونه