په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۴۲۵ تنو ته لوړه شوه
په ترکیه کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیره ۲۰۹۲۱ تنو ته لوړه شوه
1390871
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۹ تنو ژوند د لاسه ورکولو سره د مړو شمیره ۴۲۵ تنو ته لوړه شوه.
دا خبره د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وکړه.
هغه وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې په ۱۶۱۶۰ تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس معاینه شوې ده چې په ۲۷۸۶ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی چې پدې ډول په هیواد کې په ویروس اخته کسانو شمیره ۲۰۹۲۱ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې ۱۲۵۱ تنه ناروغان د عاجل مراقبت لاندې قرار لري. همداشان ۸۶۷ تنو ناروغانو ته د تنفس ماشینونونه لګول شوي دي.
هغه ویلي دي چې په ویروس د اخته شوو کسانو نه ۴۸۴ تنه روغ شوي او د روغتون نه خارج شوي دي.