د کډوالو په اړه د ولسمشر اردوغان مهمې څرګندونې

اردوغان : " هیڅوک د ترکیې په شرف د لوبو حق او صلاحیت نلري ."

1370644
د کډوالو په اړه د ولسمشر اردوغان مهمې څرګندونې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  ترکیې  د کډوالو پر مخ  د دروازو د پرانیستو نه وروسته  د اروپايي ټولنې  د یو میلیارد ایرو وړاندیز رد کړ.

اردوغان : " هیڅوک د ترکیې په شرف د لوبو حق او صلاحیت نلري ."

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې  د بلغاریا د لومړي وزیر بویکو بوریسف سره په ګډه خبري غونډه کې چې د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی وو وکړې.

ولسمشر اردوغان دلته په اروپا غږ وکړ " پدې ورځو کې د اروپا سره وخت نا وخته خبرې کوو. مونږ ته يي د یو میلیارد ایرو وړاندیز وکړ. خو مونږ دا وړاندیز رد کړ. ورته مو وویل چې  ستاسې فریب نه خورو. زمونږ  نور ستاسې پیسې پکار ندي. "

ولسمشر اردوغان وویل چې په اروپا کې مخکښي ټول د ترکیې لخوا د پولو د پرانیستو په اړه وايي چې ترکیې غلط کار وکړ. خو دا ټول ددوې ته دوه مخي چلندونه دي. د یو بام او دوه  هوا چلند  دی. چیرته دی عادل  ویش؟ ایا تر ابده به دا دروند بار او مسئولیت ترکیه په اوږو ګرځوي؟ مونږ  تر اوسه پورې په کډوالو تر ۴۰ میلیاردو ډالرو ډیرو مصرف کړی .

د بلغاریا لومړي وزیر بیا وویل چې هیڅوک د اروپا په دروازو کې د ولاړو کډوالو بحران په سترګو نه ویني.

مونږ  پدې نه پوهیږو چې اروپا ولې د کډوالو په اړه ترکیې ته ځانګړې کړې پیسې نه ورکړي. د اروپا مهم  اساس  په اصل کې د  یو بل مرسته او د بار ویش  دی.



اړوند خبرونه