ترکیې په جرمني کې د ترسره شوو خونړیو بریدونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود

قالن :په جرمني کې ترسره شوي توکمپاله بریدونو کې وژل شوو ترکانو کورنیو ته تسلیت او خواخوږي مراتب وړاندې کوو

1363103
ترکیې په جرمني کې د ترسره شوو خونړیو بریدونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر تیره شپه په جرمني کې د ترسره شوو وسله والو بریدونو په اړه  په غبرګون کې وویل " اروپايي هیوادونه چې په خپلو منځونو کې موجوده نژاد پرستي  یا تبعیض مخه ونه ونیسې  دا مسئله به خطرناکو سویو ته ورسیږي."

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش دا څرګندونې د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون سره په مرکه کې وکړې.

هغه  تیره شپه په جرمني کې د دوو جلا جلا وسله والو بریدونو په اړه چې ۹ تنو پکې ژوند د لاسه ورکړی وو د پوښتنې په ځواب کې وویل " په اروپا کې نژاد پرستي او تبعیض خطرناکې سویې ته رسیدلی دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې  دا یو نژاد پرستانه برید دی. که چیرې اروپايي هیوادونو په خپلو منځونو کې  موجود نژاد پرستي  او تبعیض مخنیوی ونکړي دا خبره به لا خطرناکې سویې ته ورسیږي. "

د بله پلوه د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند  ابراهیم قالن هم  ددې برید په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

د ویلو ده چې  تیره شپه د جرمني د هاناو په ښار کې  په برید کې  ترکان هم  وژل شوي دي.

د ترکیې ولسمشر ویاند ابراهیم قالن وویل چې " ددې پيښې د روښانولو په خاطر د جرمني مقاماتو نه د لا زیاتو هلو ځلو تمه کوو. تبعیض او نژاد پرستي د کولکتیف سرطان  په څیر  دی. "

قالن د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې لیکلي دي چې په جرمني کې په تر سره شوي  دې برید کې چې ویل کیږي یو توکمپاله برید وو  ترکي وګړو ته د الله د دربارڅخه د رحمت او مغفرت او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوم.



اړوند خبرونه