چاوش اوغلو : ترکیې د امریکا او روسیې سره د توافق سره ستر سیاسي بری ترلاسه کړ

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې  ترکیې  د امریکا  متحده ایالتونو او روسیې سره  د سوریې په مسله کې د تفاهم کولو سره یو ډير ستر سیاسي  بری  ترلاسه کړ.

1293076
چاوش اوغلو : ترکیې د امریکا او روسیې سره د توافق سره ستر سیاسي بری ترلاسه کړ

 

مولود چاوش اوغلو  دا څرګندونې  د اناتولیا خبري اژانس سره  په مرکه کې  تیره ورځ  د روسیې د سوچي په ښار کې د ترکیې او روسیې ترمنځه د لاسلیک شوي هوکړه لیک په اړه  معلومات ورکړل.

هغه وویل چې  د ترکیې لخوا د سورېې په مسئله کې  د امریکا  او وروسته د روسیې سره  توافق کول  یو ډیر ستر سیاسي بری  دی.

ددې توافقونو سره د نړۍ تر ټولو  سترو دوو هیوادونو د سولې چینې پوځي عملیاتو  مشروعیت  قبول کړ.

هغه وویل که چیرې  د سولې چینې د پوځي عملیاتو په سیمه کې د وای پ جي عناصر ولیدل شي  سمدلاسه به لمنځه یوړل شي.

چاوش اوغلو وویل چې  د روسیې او امریکا سره د شوي توافق له مخې  د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګه د وای پ جي عناصر به په سوریه کې د ترکیې د پولو نه  په اعتبار سره  ۳۰ کیلومتره سویل  لوري ته  په شا کړی شي. د ۳۰ کیلومتره  سور سره  سیمه به د ترهګرو نه  تصفیه او پاکه کړی شي.

هغه وویل چې  ترکیې  د سوریې په شمال کې  جوړیدونکي  د ترهګري دولت  د جوړولو مخه ونیوله .

د سولې چینې  پوځي عملیات د سوریې د راتلوونکي  لپاره یو ډیر مهم  پيل دی.

هغه زیاته کړه چې  د سوریې په شمال کې چې ډیری  نفوس  عربان دي  اداره به يي هم عربانو ته ورکړ شي. همداشان  د سیمې کوردانو ته به هم  پدې اداره کې ځای ورکړ شي.

هغه  د سوریې د رژیم  د مشر بشار اسد سره  د مستقیم  تماس  او اړیکې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا کوم تماس او اړیکه نده نیول شوې ځکه چې  د اسد رژیم د ادانا  تړون د تطبیق  ظرفیت نلري.



اړوند خبرونه