ترکیه نن د یوې ډیرې مهمې درې اړخیزې سرمشریزې کوربه توب کوي.
د سوریې په اړه د ترکیې، روسیې او ایران د درې اړخیزو سرمشریزو په سلسه کې نن ددې هیوادونو مشران په ترکیه کې سره راټولیږي.
ترکیه نن د یوې ډیرې مهمې درې اړخیزې سرمشریزې کوربه توب کوي.
د سوریې په اړه د ترکیې، روسیې او ایران د درې اړخیزو سرمشریزو په سلسه کې نن ددې هیوادونو مشران په ترکیه کې سره راټولیږي.
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په کوربه توب او د روسیې او ایران د ولسمشرانو ولادیمیر پوتین او حسن روحاني په ګډون درې اړخیزه سرمشریزه نن په پلازمینه انقره کې جوړیږي.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست ویلي دي چې د سوریې په اړه د استانه د سرمشریزې پر څیر د ترکیې ، روسیې او ایران د ولسمشرانو پنځه درې اړخیزه سرمشریزه نن په پلازمینه انقره کې جوړیږي.
د ننۍ سرمشریزې اصلي موضوع د سوریې وروستي پرمختګونه، پر ادلب ښار د اسد د رژیم بریدونه او د اوربند نه سرغړونه، د روانو نښتو د مخنیوي تدابیر، سوریې ته پخپله خوښه سوري کډوالو ستنولو ته د فرصت او زمینه برابرول او په نوموړي هیواد کې د دومداره سیاسي حل لارې د موندولو په خاطر اوچتیدونکي مشترک ګامونه دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ددې سرمشریزې په چوکاټ کې د ایران او روسیې د ولسمشرانو سره دوه په دوه لیدنې هم وکړې.
ولسمشر اردوغان نن د غرمې نه مخکې د انقرې د چانکایا په ماڼۍ کې لومړی د ایران د ولسمشر حسن روحاني سره لیدنه وکړه.
همداشان ولسمشر اردوغان د غرمې نه وروسته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم دوه په دوه لیدنه وکړه.
پدې لیدونو کې په دوه اړخیزو اړیکو، سیمې او نړۍ پر مهمو مسئلو او پرمختګونو خبرې وشوې.