عمر چیلیک : ترکیه په یواځې ځان په سوریه کې د امن د سیمې د جوړولو توان لري
د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک وویل چې ترکیه په سوریه کې په یواځې ځان د امن سیمې د جوړولو توان او قدرت لري.
د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک وویل چې ترکیه په سوریه کې په یواځې ځان د امن سیمې د جوړولو توان او قدرت لري.
عمر چیلیک تیره ورځ د ولسمشر او عدالت او پراختیا د ګوند د مشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د اجراییوي شورا د غونډې نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
هغه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې « د سوریې په شمال کې د فرات سیند ختیځو برخو کې بعضې دولتونه غواړي چې د خپلو مرستندویه فعالیتونو په بهانه سیمه د ترهګرو لپاره د امن په سیمې بدله کړي. ترکیه چې نن ورځ د مظلومینو لپاره سرپناه او د چترۍ حثیت لري په سیمه کې د سولې او امنیت په خاطر د امن سیمې د جوړولو په اړه هلو ځلو ته دوام ورکوي. د ترکیې دا هلې ځلې هم زمونږ د ملي امنیت او هم د نړۍ د امنیت له پلوه ځانګړی اهمیت لري . په سیمه کې د امن سیمې جوړول یوه جدي اړتیا ده. »
هغه وویل لکه څرنګه چې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي د ترکیې امنیتي اړتیاوو په رڼا کې د فرات سیند ختیځو برخو په اړه د جدي ګامونو د اوچتولو وخت ډیر رانږدې شوی دی.
ترکیه مجبوره ده چې د اړتیا په صورت کې د مذاکراتو، ډیپلوماسۍ او اړتیا په صورت کې د پوځي طاقت او قوت له لارې د خپل هیواد د ملي امنیت نه ساتنه وکړي.
هغه وویل چې ترکیه پدې برخه کې د خپلو متحدینو نه هم د مثبت دریځ او چلند تمه لري.
ترکیه غواړي چې د خپلو سویلي پولو پوړې غاړې ته په سیمه کې د ترهګرو د فعالیتونو پر خلاف د خپلو متحدینو سره یو ځای د ترکیې تر کنټرول لاندې د سولې د دهلیز یا امن سیمې جوړه کړي، که چیرې دا خبره د امکان وړ نوي نو ترکیه مجبوره ده چې خپل ملي امنیت ته د مخامخو تهدیدونو د لمنځه وړولو په خاطر په یواځې ځان اقدام وکړي. پرته د شکه چې ترکیه په یواځې ځان ددې ګام اوچتولو پوره توان او طاقت لري.
هغه وویل لکه څرنګه چې ولسمشر اردوغان ویلي دي ترکیه د خپل ملي امنیت او نړۍوال امنیت ته د مخامخو تهدیدونو د لمنځه وړو ، په سیمه کې د سولې او امنیت د ټینګښت په خاطر به هر څه ژر کوټلي ګامونه اوچت کړي.