ترکیې د جمهوریت د تاریخ تر ټولو ستر سمندري تطبیقات پيل کړل

ترکیې په درو سمندرونو کې په هممهاله توګه تر ټولو ستر سمندري تطبیقات پيل کړل

1199918
ترکیې د جمهوریت د تاریخ تر ټولو ستر سمندري تطبیقات پيل کړل

ترکیې  د جمهوریت د تاریخ تر ټولو  ستر سمندري  پلان شوي  تطبیقات  پیل کړل. د ویلو ده چې دا تطبیقات  د اناتولیا د درو خواوو نه په چاپیرو  سمندرونو  ختیځې مدیترانه، ايژې  او تورې بحیره کې  پیل شول. پدې تطبیقاتو کې  ۱۳۱ جنګي بیړۍ، ۵۷ جنګي الوتکې  او ۳۳ هم  جنګي چورلکو  ګډون کړی دی.

د ترکیې د ستر درستیزوالۍ  د کلنیو تطبیقاتو د پروګرام په چوکاټ کې  د سمندري ځواکونو د قومندانۍ لخوا پلان شوي او د سمندري حرب د مرکزي قومندانۍ لخوا  سوق او اداره کیدونکي  دا تطبیقات په هممهاله توګه  په توره بحیره، ايژې سمندر او ختیځه مدیترانه کې  ترسره کیږي.

 د ترکیې  سمندري ځواکونو  د سمندري لیوه ۲۰۱۹ کال  په نامه  دې تطبیقاتو ته  خپل چمتوالی  د شین وطن ۲۰۱۹ په نامه د تطبیقاتو ته  نیولی وو. د ترکیې سمندري ځواکونو پدې تطبیقاتو کې بیا  لا په پراخه  توګه  او د جرګې د دورې د سناریوګانو  سره پيل کړي دي.

دا تطبیقات  چې د ترکیې د سمندري ځواکونو د قابلیت  او ظرفیت د لا لوړولو په خاطر  د جنګي بیړیو او الوتکو سره ترسره کیږي  د مدیترانې په برخه کې  بیا  د نړۍ تر ټولو  د پرمختللو سمندري ځواکونو د نادرو  جنګي بیړیو  ، سمندري ځواکونو اړوند الوتکو او سمندري چورلکو  په ګډون ترسره کیږي. دا تطبیقات  د ډیر پراخه ګډون سره ترسره کیږي.

په ختیځه مدیترانه کې د  ترسره کیدونکو  تطبیقاتو په چوکاټ کې به د سمندر نه په وچه  بمبار، د تندر په نامه  د ډیرو چټکو ډرون او د الباتروس  په نامه  چټکۍ  کښتۍ  ټاکل شوي هدفونه به لمنځه یوسي.

دا تطبیقات به د مې په ۲۵ مه نيټه  پایته ورسیږي.       



اړوند خبرونه