ترکیه : د امریکا لخوا د ایران رسمي پوځ د ترهګرو په لست کې شاملول ډیره غلطه پریکړه ده
ترکیې د امریکا متحده ایالتونو لخوا د ایران د سپاه پاسداران ځواکونه د ترهګرو په لست کې د شاملولو د پریکړې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې د امریکا لخوا د ایران د سپاه پاسداران ځواکونه د ترهګرو په لست کې شاملول تر وروستۍ درجې یو غلط اقدام دی.
هغه وویل سره ددې چې ترکیه د امریکا لخوا د سپاه پاسداران ځواکونه د ترهګرو په لست کې شاملول یو غلط او ناسم ګام بولي همداشان په سوریه کې د سپاه پاسداران کړنې او د سوریې په اړه د ایران سیاست هم نه تصویبوي. د ایران سیاست او د سپاه پاسداران کړنې هم ناسمې بولي.
هغه وویل چې د یو هیواد رسمي پوځ د ترهګرو په لست کې شاملول تر وروستۍ درجې ناسم او خطرناک ګام دی. همداشان ددې په مقابل کې ایران هم د امریکا مرکزي ځواکونه د ترهګرو په لست کې شامل کړل چې دا هم ناسم ګام دی.
هغه پر امریکا د سختې نیوکې سره وویل « امریکا د یو پلو نه په سوریه کې د یوې ترهګرې ډلې سره همکاري کوي، د وسلو او مهماتو مرسته ورسره کوۍ او بیا پاڅیږۍ د یو هیواد رسمي پوځ د ترهګرو په لست کې شاملوۍ. دا یو ډیر ناسم او غلط اقدام دی. »
همداشان هغه پر امریکا باندې د اسراییلو تر اشغال لاندې د ګولان تپې د اسراییلو د خاورې په توګه د په رسمیت پیژندو پریکړه هم یوه ډیره ناسمه او غلطه پریکړه وبلله. د امریکا دا تصمیم د ملګروملتونو د ټولو پریکړو سره په ټکر کې پریکړه ده.
هغه وویل چې د ګولان ټپو خاوره د سوریې خاوره ده. پدې اړه د ملګروملتونو پریکړې هم شتون لري. امریکا دا سیمې د اسراییلو د خاورې په توګه د په رسمیت پيژندو سره په ښکاره توګه نړۍوالو قوانین او حقوق د خپو لاندې کړل. د امنیت شورا باید په اړه هر څه ژر خپله پریکړه اعلان کړي.
هغه تیره ورځ په اسراییلو کې ترسره شوو ټولټاکنو ته په اشارې سره وویل چې ، د اسراییلو د خلکو ارادې ته باید هر سړی درناوی وکړي. په اسراییلو کې که چیرې څوک واک ته رسیږي باید د پاپولیزم نه لرېوالې غوره کړي.
هغه د فلسطین روانې ستونزې ته په اشارې سره وویل چې ددې ستونزې یواځنۍ حل لاره د دوو دولتونو حل لاره ده. ددېنه پرته بله هر حل لاره سولې او ثبات ټینګولی نشي. همداشان اسراییلو باید خپلو بریدګرو سیاستونو نه لاس واخلي. امریکا چې تر ننه پورې د اسراییلو نه ملاتړ کولو اوس باید د عدالت نه کار واخلي. په اسراییلو کې ټولټاکنې هم سرته ورسیدې اوس باید د عقل سلیم نه کار واخلي. ترکیه د فلسطین د ستونزې د حل په مسئله کې هر ډول همکارۍ ته اماده ده.