د ترکیې هوايي ځواکونو د پ ک ک ترهګرې ډلې یو ډیر مهم مشر وواژه

د ترکیې د ترهګرو په سور لست کې شامل د پ ک ک یو مهم چارواکی ووژل شو

1179660
د ترکیې هوايي ځواکونو د پ ک ک ترهګرې ډلې یو ډیر مهم مشر وواژه

 د ترکیې  هوايي ځواکونو د عراق په شمال کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې په پټځایونو  د هوايي بریدونو  سره  د یادې شوې ترهګرې ډلې  یو ډیر مهم  چارواکی چې د ترکیې لخوا ترهګرو په سور لست کې  نوم  شامل شوی وو  او په ټوله نړۍ کې لټول کیده  له منځه  یوړ.

د ترکیې د ملي دفاع وزارت په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې  ترکیې هوايي ځواکونو د پنجه  په نامه  د عملیاتو په چوکاټ کې د عراق په شمال کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې اړوند په  ځینو  مهمو نقطو هوايي بریدونه کړي.

په بیان کې راغلي دي چې پدې هوايي بریدونو کې د پ ک ک ترهګرې ډلې یو تن مهم  چارواکی  محمد سوی سوران  مشهور په ساوش پوسيپي  چې  د ترکیې لخوا په سور لست کې شامل شوی وو او په ټوله نړۍ کې لټول کیده  له منځه  وړل شوی دی.

د یادولو وړ ده چې د ترکیې  د استخباراتو د ریاست منسوبینو لنډه موده مخکې د وسله وال پوځ  د ځواکونو سره په ګډه  د عراق په شمال کې د قندیل په سیمه کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې د چارواکیو  په یو موټر  هوايي عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې  د یادې شوې ترهګرې ډلې یو تن مهم  چارواکی رضا التون  او ګن شمیر نور  ووژل . پدې برید کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې  د بهرنیو اړیکو مسئول میکایل اوزدیمیر، ویاند امرالله دورسون او د قندیل د سیمې پوځي مسئول  علي اقتاش هم  وژل شوي وو. دا په تیره یوه میاشت کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې ته  څومه  پر له پسې  ضربې دي چې ورکول کیږي.



اړوند خبرونه