اردوغان : د اسراییلو د حکومت او لومړي وزیر هر اقدام د نړۍوالو حقوقو سره په ټکر کې دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هر اقدام  او ګام  د نړۍوالو حقوقو سره په تکر کې دی.

1179117
اردوغان : د اسراییلو د حکومت او لومړي وزیر هر اقدام د نړۍوالو حقوقو سره په ټکر کې دی

 

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې روسیې ته  د سفر نه مخکې په هوايي ډګر کې خبري غونډه وکړې. ولسمشر اردوغان د ترکیې او روسیې ترمنځه  په عالي کچه د ستراتیژيکو همکاریو  د شورا په غونډه کې د ګډون په خاطر  مسکو ته سفر وکړ.

هغه  مسکو ته د سفر نه مخکې د استانبول  په هوايي دګر کې خبري غونډې ته وویل چې  د اسراییلو د لومړي وزیر نتنیاهو هر ګام  او اقدام  د نړۍوالو حقوقو سره  په ټکر کې دی. ولسمشر اردوغان د نتنیاهو د وروستیو څرګندونو پر خلاف چې ویلي دي د ټولټاکنو نه وروسته به په لویدیځه تراړه کې ټولې اشغال شوې سیمې  د اسراییلو د خاورې سره  ګډه کړي  ډیر سخت غبرګون وښود.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د ۱۹۴۸ کال راهیسې  د اسراییلو د حکومت لخوا اوچتیدونکی  هر ګام  نامشروع  او غیرې قانوني دی.

هغه وویل چې  اسراییلو حکومت  د امریکا متحده ایالتونو په زور  دا ګامونه اوچتوي. تاسې وګورۍ چې  لومړی د امریکا په زور سره  د ګولان  ټپې په خپله خاوره کې  یو ځای کړې او اوس وار د لویدیځې تراړې رارسیدلی دی. په امریکا کې په خبري غونډه کې راښکاره شي  او یوه خبره وکړي. دا ټول  په اصل کې  د ټولټاکنو په خاطر کوي. منځنی ختیځ  یو ځل بیا  د یو تورتم  پر لورې  بیول  د منلو وړ خبره نده. ترکیې تل د فلسطین نه ملاتړ کړی  او ددینه وروسته به هم ملاتړ ته دوام ورکړي.

ولسمشر اردوغان روسیې ته د سفر په اړه وویل چې  ، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  د نوي کال  د پیل راهیسې د دریمه  مخامخ لیدنه  ده چې  ترسره کوو. د ترکیې او روسیې ترمنځه همکاریو  کچه  د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ودې ده. د روسیې سره مو اړیکو تر هرې ورځې بلې ورځې ته  لا غښتلي کیږي.

ولسمشر اردوغان وویل چې د پوتین سره به د دوه اړخیزو اړیکو سربیره  د سوریې په مسلې هم  په اړخیزه توګه خبرې وکړي. د ترکیې او روسیې ترمنځه اړیکې په ځانګړې توګه د تجارت، ګرځندوی، انرژۍ او کولتوري برخو کې  په ډیرې چټکۍ سره  د ودې او پرمختګ په حال کې دي.

هغه وویل چې د روسيې د ولسمشر سره به د دواړو هیوادونو ترمنځه د سوداګریز حجم د لوړولو  په څرنګتیا هم  خبرې وکړي. همداشان  د پانګه والو سره  چې په روسیه او ترکیه کې د پانګه اچونې  پلانونه لري هم  لیدنه وکړو.

ولسمشر اردوغان وویل چې پدې سفر کې به د ویزې د معافیت په مسلې هم  خبرې وکړو. مونږ  غواړو چې  د ځانګړو پاسپورتونو  او لارۍ چلوونکو لپاره د ویزو د معافیت  د پیلیدو نه سمدلاسه وروسته د عادي پاسپورتونو لپاره د ویزې معافیت پیل شي.

ولسمشر اردوغان د روسیې  او ترکیې ترمنځه  په سوریه کې د فرات سیند ختیځ لوري ته  د پلان شوو  ګډو عملیاتو په اړه وویل چې  ټولې تیارۍ نیول شوي دي. ولسمشر  اردوغان یو ځل بیا وویل چې  یوه شپه به په ناڅاپي ډول  سوریې خاورې ته داخل  شو. پدې مسلې به هم  خبرې وکړو.   



اړوند خبرونه