د نړۍ یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ولسمشر اردوغان ته مبارکي وویله
د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو ولسمشرانو ولسمشر اردوغان ته د مارچ د ۳۱ مې نیټې په ټاکنو کې د غوڅ بري له امله د مبارکۍ پیغامونه راستولي دي.
1174337
د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ولسمشر اردوغان سره د ټيلیفون په کرښه او راستولو مبارکۍ پیغامونو سره په سیمه ایزو ټاکنو کې د غوڅ بري له امله مبارکي ویلې ده .
د اذربایجان ولسمشر الهام عليوف، د فلسطین ولسمشر محمود عباس، د صربستان ولسمشر الکساندر وجیج، د بوسنیاهرزیګوینا د ولسمشرۍ د شورا رئیس میلورد دودیک ، د ډیموکراتیک عمل ګوند رئیس بکر عزت بیګویچ ، د البانیا لومړي وزیر ایدیل راما او د ګینه ولسمشر الفا کوندی ولسمشر اردوغان ته د ټیلیفون په کرښه ددې ستر بري له امله مبارکي ویلې ده .