د ترکیې د دینیزلي  ولایت  زورورې  زلزلې ولړزو.

د دینیزلي ولایت  د اجي پیام په ولسوالۍ کې  د ریشتر په کچه د ۵ عشاریه ۵ په لویوالي سره  زلزله رامنځته شوه.

1166978
د ترکیې د دینیزلي  ولایت  زورورې  زلزلې ولړزو.

 

د ویلو ده چې  زلزلې  د دینیزلي ولایت سربیره  د ازمیر او انتالیا ولایتونه هم لړزولي دي.

د هیواد د ناورین او طبعي پیښو  د بیان په خپرولو سره  ویلي دي چې نن د سهار په ۹ بجو او ۳۴ دقیقو  د دینیزلي  ولایت د اجي پیام  په ولسوالۍ کې د ۵ عشاریه ۵ په لویوالي سره زلزله رامنځته شوه.

په بیان کې راغلي دي چې  زلزله د مځکې لاندې په ۱۱ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده.

همداشان  د لومړنۍ زلزلې نه وروسته  په  ۹ بجو او ۳۸ دقیقو  او ۹ بجو او ۴۱ دقیقو د ریشتر په کچه  د ۴ عشاریه ۸ او ۴ عشاریه ۵ په لویوالي سره  دوه نورې زلزلې هم  رامنځته شوې.

په بیان کې راغلي دي له نیکه مرغه چې پدې زلزله کې  چاته  ځاني زیان ندی اوښتی.

په سیمه کې  څیړنې پيل شوي دي. تر اوسه پورې د هیڅډول ځاني او مالي زیان په اړه راپور ندی ورکړ شوی.



اړوند خبرونه